د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کابل کې د هند له سفیر یاتیندرا پاټېل سره د تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پرون د جمعې په ورځ وویل، له ښاغلي پاټېل سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رئیس سید کریم هاشمي په کتنه کې هند ته د تازه مېوو د لېږد لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوو، د سوداګرو د ویزو د بهیر د ساده کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هوايي لېږد اسانتیاوې کولای شي هند ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.
د هند او افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه د ګډې کاري ډلې ناسته هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه په انلاین بڼه جوړه شوې ده.