د بلاروس ولسمشر: اوس پر امریکا پوتاشیم لرونکې مالګه پلورو

په بلاروس کې یوه کارخونه، په نړۍ کې د پوتاشیم لرونکې مالګې یو له سترو تولید او صادروونکو هېوادونو

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، هېواد یې اوس پوتاشیم لرونکې مالګه چې د کیمیاوي سرې په جوړولو کې کارېږي، پر امریکا پلوري.

د بلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» دا خبر خپور کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د ډېرو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا له بندیزونو سره مخ دی، خو له امریکا سره‌یې اړیکې تېر کال، د څو سیاسي بندیانو له خوشې کېدو وروسته، یو څه ښې شوې دي.

امریکا د بلاروس له لوري د یوه سیاسي بندي له خوشې کېدو وروسته د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې پر بلاروس به د پوتاشیم لرونکې مالګې بندیزونه لغوه کړي.

پوتاشیم لرونکې مالګه د کیمیاوي سرې له مهمو موادو څخه ده.