د لاهور عالي محکمې د افغان محصلانو په هکله د پاکستان د طبي شورا پرېکړه وځنډوله

پاکستان کې افغان طبي محصلان

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي شورا هغه پرېکړه ځنډولې چې له مخې یې افغان طبي محصلان باید خپل هېواد ته ستانه شي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دا حکم نن د یو شمېر افغان محصلانو د عریضې له ارزونې وروسته صادر شوی دی.

د پاکستان طبی شورا تیره دوشنبې افغان محصلان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړو له دوام څخه منع کړل.

شورا وايي چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالیسۍ پر بنسټ شوې چې د طب په څېر حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغانانو ایستل اړین بولي.

دا پرېکړه د بښنې د نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقوقو د کمېسیون په ګډون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلان په پاکستان کې په طبي څانګو کې زده‌کړې کوي.