په نړیوالو بازارونو کې تیلو بیه په تیرو درې نیمو میاشتو کې ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله

تاجران په نیویارک کې د اسهامو د بازار په ودانۍ کې د کار په مهال ، ارشیف

د نړۍ په کچه د نفتو د بیو د لوړېدو په دوام کې ، د پنجشنبې په ماښام، د وږي ۱۹مه، د دې ستراتېژیک توکي بیه په تېرو درې نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.

د برېنټ نفت بیه د امریکا د بازار د پای معاملاتو کې هربیرل تر ۱۰۹ ډالرو او ۹۷ سېنټو پورې لوړه شوه، خو د اسیا د بازارونو د معاملاتو پیل سره یوڅه بېرته راکمه شوه او د جمعې په سهار تقریبا ۱۰۵ ډالرو ته ورسیدله.

د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د نفتو بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

په یمن کې د کورنۍ جګړې شدت او د حوثیانو له خوا د بندرونو او ستراتېژیکو ټاپوګانو د نیولو لورته پرمختګ، چې موخه یې د باب‌المندب تنګي کنټرولول دي، او په ورته وخت کې د دې ډلې له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، په وروستیو ورځو کې د نفتو د بیې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دغو تحولاتو ترڅنګ، د امریکا او ایران ترمنځ پر یو بل د بریدونو دوام هم د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړي دي چې امکان لري د نفتو په سمندري انتقال کې اختلالات دوام ومومي.