د ناروې د کډوالو د شورا مشر افغانستان سره د مرستو په دوام ټینګار کوي

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلاند ، ارشیف

د ناروی د کډوالو د شورا مشر،په هغه څه نیوکه کوي چې دی یې د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په غوښتنه او د بشري مرستو په قطع کولو کې د هیوادونو "ریا کاري" بولي.

یان ایګلاند کابل کې د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې دوی هم د افغان نجونو او ښځو د زده کړو لپاره غوښتنه کوي خو په ټکو یې دا "ریا کاري" ده چې یو څوک له افغانستانه بهر په اروپايي پلازمینو کې په یوه سیمینار کې دا غوښتنه وکړي او په عین حال کې په افغان نجونو او حتی د ابتدايي ښوونځیو په نجونو مرستې بندې کړي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.

په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې ډیرې کمې شوي دي او ملګري ملتونه وايی د تیرې اګست میاشتې ترپایه یې د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د مالي ملاتړ یوازې ۳۰ سلنه ترلاسه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا د ښځو په شمول په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ کارکونکي لري او له زیانګالو خلکو سره د خوړو ، زده کړو او سرپناه په برخو کې مرستې کوي.

ښاغلی ایګلاند وايي د بودجې د کموالي له امله دغه خیریه موسسه اړشوې چې د ښځو او ښځینه معلمینو په شمول خپل یو شمیر مرستندوی کارکونکې له دندو ګوښه کړي.