د اوبو د مسؤلانه کارونې په اړه د طالب چارواکو ټینګار

ارشیف، په افغانستان کې یوه مېرمن چې خپل کور ته په بشکو کې اوبه وړي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اوبو د سرچینو د مدیریت په یوه غونډه کې د اوبو د مسؤلانه کارونې، د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي او د بندونو د جوړولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس راپور چې د دغو اقداماتو هدف د ښاریانو لپاره د اوبو دوامدار تأمین او د هېواد د اوبو د امنیت پیاوړتیا ده.

د طالبانو دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د بریتانیا د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي یو کې) ویلي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې لومړنی عصري ښار شي چې اوبه‌یې ختمېږي.

په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ځمکې لاندې اوبه تر دې کچې ټیټې شوي چې ان ځینې ژورې څاه‌ګانې هم نورې کافي اوبه نه‌لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ دی او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان په دغه هېواد کې د اړتیا وړ اوبو ته کافي لاسرسی نه‌لري.