د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وايي، روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی او دا بهیر په ډېرو مواردو کې د «انسان قاچاق» ګڼل کېدای شي.
د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» یې خپور کړ، وايي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بنديخانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.
په دغو کسانو کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل و.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له مرکه شویو کسانو څخه یوازې درې تنه هغه مهال چې قرارداد یې لاسلیک کاوه په دې خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي.
ځینو نورو ویلي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو ژمنې ورکړل شوې وې، خو دغه ژمنې په بشپړه توګه عملي نهشوې.
د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دغو مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ډېرې دغه پېښې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول د تعریف له مخې د انسان قاچاق ګڼل کېږي.
امنسټي انټرنشنل وايي چې په روسیه کې یې د څېړنو د ترسره کولو امکانات ځکه نهدرلودل چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې یې په دغه هېواد کې په فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.