د ماین پاکۍ «هېلو ټرسټ» مؤسسه وايي، د نړیوالو بودجو کمښت په افغانستان کې د خوشهیي مهماتو د پاکولو مهم عملیات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د «۲۰۲۶ کال د خوشهیي مهماتو د څارنې» د راپور له مخې چې دغې مؤسسې د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۱۷مه» خپور کړی، دغو مهماتو افغانستان او څو نور هېوادونه لکه اوکراین، سوریه او میانمار کې په ۲۰۲۵ کال کې نوي قربانیان رامنځته کړي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو بودجو کمېدو او بندېدو له دغو مهماتو څخه د ځمکو د پاکولو پروګرامونه نهیوازې په افغانستان، بلکې په موریتانیا او سومالیا کې هم د درېدلو تر کچې رسولي دي.
د خوشهیي مهماتو کارول د ۲۰۰۸ کال د نړیوالو تړونونو له مخې په رسمي ډول منع شوي، خو د دغو وسلو پاته شونو یوازې تېر کال په ټوله نړۍ کې له زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د «هېلو ټرسټ» په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د ثبت شویو ټولو قربانیانو ۸۷ سلنه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان و، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر یې تر دې هم ډېر وي.
خوشهیي مهمات چې له ځمکې یا هوا څخه توغول کېږي، په پراخه سیمه کې د ګڼ شمېر کوچنیو بمونو په خپرولو سره، ډېر خطرناک پاتې شوني پر ځای پرېږدي.
د دغو کوچنیو مهماتو له ۱۰ تر ۴۰ سلنې پورې په لومړي ځل نهچاودېږي، بلکې په کروندو، ځنګلونو، سړکونو او ښوونځیو کې خپرېږي او حتی لسیزې وروسته، کله چې پرې فشار راشي، چاودنه کوي.