د اوبو روان کړکېچ؛ ښايي تر ۲۰۳۰ کاله د کابل د څښاک اوبه وچې شي

ارشیف، هغه افغان ماشومان چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له لیرې لارو اوبه راوړي.

بریتانیا کې د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي یو کې) وايي امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل لومړنی عصري ښار شي چې د څښاک اوبه به‌یې وچې شي.

د دغې کمېټې مشره فلورا الکسندر چې کابل ته له یوه اوونۍ سفر وروسته بېرته لندن ته ستنه شوې د چهارشنبې په ورځ (د وږې ۱۸مه) وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د هېواد د روغتیايي خدماتو سیستم د نړېدو په درشل کې دی.

د نړیوال سره صلیب کمېټې هم د ۲۰۲۵ کال په راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د پاکو اوبو له ناورین سره مخ دی او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې ۳۳ ملیونه خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی نه‌لري.