ذبیح الله مجاهد: د پاکستان له طبي موسسو او له دې هیواده د افغان محصلینو د ایستلو پریکړه "غیربشري" ده

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان له لوري له طبي زده کړو د افغان محصلینو د منع کیدو او له هیواده د هغوی د ایستلو پرېکړه "غیربشري" او "د خواشینۍ وړ" بللې ده.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۸مه، د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" پروګرام په اتمه خبري ناسته کې پر دې موضوع خبرې وکړې او له اسلام ‌اباد څخه یې وغوښتل چې په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د لوړو زده ‌کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلین چې له پاکستانه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.

د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا د دوشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۶مه، په خپاره کړي مکتوب کې امرکړی چې ټول افغان محصلین دې د دغه هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي بنسټونو کې له زده ‌کړو څخه منع شي.

دې شورا همداراز ویلي چې د نوي تحصیلي کال لپاره دې د افغان محصلینو نوم ‌لیکنه لغوه شي او د طب په برخو کې د برحاله افغان محصلینو د ایستلو بهیر دې په درېیو ورځو کې بشپړ شي.

د پاکستان دغه اقدام به شاوخوا ۸۰۰ هغه افغان محصلین اغېزمن کړي چې په دغه هېواد کې د طب په برخو کې زده‌ کړې کوي.