د ناروې د کډوالو شورا ریس وایي، پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هرځل چې افغانستان ته تللی، لیدلي یې دي چې په دې هیواد کې بشري وضعیت له پخوا لا خراب شوی دی. یان ایګلنډ نن چهارشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پنځم ځل لپاره بیا افغانستان ته تللی اولیدلي یې دي چې د خلکو د ژوند او اساسي حقونو وضعیت پرله پسې د خرابیدو په حال کې دی. د نوموړي په خبره که څه هم اوس په یوه امن افغانستان کې په آزاده توګه تګ راتګ ممکن دی خو بشري مرستې ورځ تربلې کمیږي او د اړتیاوو زیاتوالي ته په پام د مرستو بودجه کمه شوې ده.
یان ایګلنډ یوځل بیا د ناتو پرغړیو هیوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، کله چې دوی له افغانستانه وتل، ژمنه یې کړې وه چې د افغانستان خلک به هیرنکړي خو اوس موږ وینو چې دوی په حقیقت کې خپلې ژمنې هیرې کړې او د دې هیواد خلک یې بیخي له پامه غورځولې دي.