د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام نن چهارشنبې اعلان وکړچې د ایران پنځه تیل وړونکې بیړۍ یې د عمان په خلیج کې ویجاړې کړې دي.
سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پربیړیو دغه بریدونه وروسته له هغې وشول چې سپاه پاسداران ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بریدونو کې د امریکا د سمندري ځواک دوه بیړۍ په نښه کړې وې خو ورته زیان ندی رسیدلی. د خبرپاڼې له مخې امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزن ۱» او «ریسکو» نومي ټانکرونه او د ایران د خارک ټاپو ته نږدې «دریا» ټانکرونه ویجاړ کړي دي.
د سینټکام په وینا د تیلو دغه ټانکرونه د ایران د تېلو د یوې څو میلیارد ډالري شبکې برخه وو چې ادعا کېږي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او په سیمه کې یې د هغوی د متحدینو لپاره مالي سرچینې برابرولې. ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده.
د اردن چارواکو په وینا، ایران تېره شپه د دې هیواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغولي وو چې د هوايي مدافعې سیسټمونو یې ۱۸ توغندي شنډ کړل، خو دوه نور پرهغو سیمو ولګیدل چې څوک پکې نهه اوسي. په دغه بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو او په اتو نورو تیل وړونکو بیړیو یې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي. خو دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.