د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري د ۱۲ خبریالانو لنډمهاله نیول او د هغوی د کمرو ضبطول غندلي دي.
دغه مرکز د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۱۷مه» په یوه اعلامیه کې د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریالان د سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې، د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال، د محتسبانو له لوري درول شوي، ورسره سپکاوی شوی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته انتقال شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې خبریالان څو ساعته وروسته خوشې شوي، خو د انځورونو اخیستلو وسایلیې بېرته نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د کاري وسایلو د ژر تر ژره بېرته ورسپارلو او له هغوی سره د سپکاوي چلند د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د خوست د والي دفتر د خبریالانو نیول رد کړي، خو منلې یې ده چې هغو خبریالانو ته چې د نندارتون خبري پوښښیې کاوه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ملاتړې ادارې له لوري سپارښتنه شوې وه چې د ژوندیو موجوداتو عکسونه وانهخلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې دغه اقدام د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د ممنوعیت په چوکاټ کې شوی چې د ۱۴۰۳ کال له زمري میاشتې راهیسې عملي شوی او تر اوسه د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ ولایتونو کې عملي کېږي.