ملګري ملتونه: افغان ماشومان د زده‌کړو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي

یو شمېر افغان زده‌کوونکي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سواد زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ماشومان د زده‌کړو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

دغه بنسټ د سې‌ شنبې په ورځ د (وږې په ۱۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې ټینګار کړی چې د سواد زده‌‌کړه د پوهې، فرصتونو او یوه خوندي راتلونکي ته د لاسرسي لاره هواروي او په زده‌‌کړو کې دوامداره پانګونه اړینه ده.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق «یونیسف» مسؤل تاج‌‌الدین ایواله ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو څخه ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه‌دي زده کړي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲،۶ میلیونه نجونې د خپلو زده‌‌کړو د دوام له حق څخه محرومې شوې دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او هم‌یې د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي.