افغانستان کې د بودجې د کمښت کړکېچ؛ د بشري مرستو د پوښښ کچه راټیټه شوې

ارشیف، یو شمېر بې‌وزله کورنیو سره مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې ‌شنبې په ورځ د «وږې په ۱۷مه» په یوه راپور کې ویلي چې د بودجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو د پوښښ کچه راټیټه کړې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د بشري مرستو پروګرام د پلي کېدو لپاره ۱،۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو د اګسټ تر ۲۶مې یوازې ۵۰۹،۳ میلیونه ډالر چې د اړتیا ۲۹،۷ سلنه کېږي، برابر شوي دي.

اوچا وايي، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بودجې کمښت د ځینو روغتیايي او خدماتي مرکزونو د تړل کېدو، د مرستو د درېدلو او د بشري مرستو د پوښښ د کمېدو لامل شوی دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که د بودجې کمښت دوام وکړي، د روان کال په دوهمه نیمایي کې به روغتیايي، د تغذیې، خوراکي مرستې او نور بشري خدمات لا ډېر کم شي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.