د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې بریتانیا، کاناډا او فرانسه هم پهکې شامل دي، د سې شنبې په ورځ د «وږي په ۱۷مه» اعلان وکړ چې د یهودي مېشتځایونو لهخوا د فلسطیني سیمو پر اوسېدونکو د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې له یهودي مېشتځایونو سره پر سوداګرۍ محدودیتونه ولګوي.
د ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، ایرلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، هسپانیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره د سوداګرۍ د محدودولو هوډ لري.
دغو هېوادونو ویلي چې د مېشتځایونو پراختیا او د مېشتځایونو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي زیاتېدل، د دوو دولتونو حللارې ته د رسېدو امکان کمزوری کوي.
دوی هغې طرحې ته اشاره کړې چې له مخې بهیې اسرائیل او فلسطین د دوو جلا دولتونو په توګه یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند کوي.
د اسرائیل د حکومت چارواکو له دغه ډول طرحې سره مخالفت کړی دی.
بریتانیا اعلان کړی چې په اشغال شویو سیمو کې له غیر قانوني مېشتځایونو څخه به د مالونو واردات منع کړي او فرانسې هم ویلي چې له دغو مېشتځایونو سره به سوداګري ودروي.
د اسرائیل چارواکو د دغو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.
د راپورونو له مخې، د لوېدیځې غاړې په مېشتځایونو کې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر یهودان ژوند کوي.
د اسرائیل د مالیې وزیر د «وږې په ۱۵مه» ویلي و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د لوېدیځې غاړې د ځینو هغو مېشتځایونو د تخلیې امر کړی چې د اسرائیل د قوانینو له مخې غیر قانوني بلل کېږي.