له ټېسټ تر ۲۰ اوریزو؛ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د نویو سیالیو مهالوېش اعلان شو

ارشیف، د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ د سې‌ شنبې په ورځ د اکټوبر او نومبر میاشتو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د یو شمېر سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغانستان به خپلې ټولې سیالۍ له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره ټېسټ لوبه ده چې د اکټوبر په نهمه پیلېږي.

له هغې وروسته به افغانستان، بنګله‌‌دېش او زیمبابوې د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په درې ‌اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې له یو بل سره ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.

افغانستان به بیا د اکټوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د زیمبابوې پر وړاندې درې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

دواړه لوبډلې به وروسته په دوو ټېسټ سیالیو کې هم سره مخ شي چې لومړۍ یې د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دوهمه‌یې د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي چې دغه سیالۍ به د افغانستان لوبغاړو ته د لا ډېرې تجربې او سیالۍ کولو لپاره ښه فرصت برابر کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو لوبغالی نه‌دی اعلان کړی.