د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی وايي د طالبانو پرله پسې محدودیتونه، پالیسۍ او کړنې نه یوازې د افغانانو له حقونو څخه سرغړونه کوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.
ریچارد بینټ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو ښوونیز نظام نجونې له زدهکړو محروموي او هلکانو ته ایډیالوژیکه روزنه ورکوي.
د ښځو د حقوقو فعالې او د سیویکوس او پوهنې د بنسټ استازې وژمه توخۍ د ریچارد بینټ د رپوټ هرکلی وکړ.
هغې غونډې ته خپله وینا کې د شورا له غړو هیوادونو وغوښتل چې طالبانو سره له داسې تعامل څخه ډډه وکړي چې هغوی ته مشروعیت بښي یا د هغو لخوا "سیستماتیکه ځپنه" عادي ګڼي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو په مخ تړلي دي.
دغه راز په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار ډیر محدود شوی او په تګ راتګ یې هم محدودیتونه لګول شوي دي.