قطر په افغانستان د خپل رول په دوام ټینګار کوي

د قطر استازی عبدالله بن علي بهزاد په جینیوا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته دوینا په مهال

قطر په افغانستان کې د فعال نړیوال شریک په توګه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د قطر دایمي استازي عبدالله بن علي بهزاد دبشري حقوقو د شورا غونډې ته ویلي چې دوحه د منځګړیتوب د هڅو او د افغانستان په اړه د خبرو اترو او غونډو د کوربه‌توب له لارې د یوه فعال نړیوال شریک په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.

هغه ویلي چې قطر غواړي په دې توګه د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د خبرو اترو او همغږۍ لپاره زمینه برابره کړي.

د قطر استازي ټینګار کړی چې باید یوه هراړخیزه تګلاره غوره شي چې بشري مرستې له مسؤولانه سیاسي تعامل سره یوځای کړي، څو د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره د افغان ولس هیلې او غوښتنې ترسره شي.

قطر په تیرو دوه لسیزو کې دافغانستان په سیاسي ، دیپلوماتیکو او بشري چارو کې فعال رول لوبولی دی. د ۲۰۲۰ کال په فبروری کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې لپاره تړون په دوحه کې لاس لیک شو او ترهغه وروسته د قطر پلازمینه د بین الافغاني خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دغونډو کوربه وه.

ګڼو لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او ددغه هیواد اړوند چارې له دوحې سمبالوي.