د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: د ایران د اټمي پروګرام په هکله معلومات نه‌لرو

ارشیف، د ایران نطنز اټمي مرکز

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې (ای‌اې‌اي‌اې) عمومي رئیس رافائل ګروسي وايي چې دغه اداره له څه باندې یوه کال راهیسې د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه معلومات نه‌لري.

ګروسي د دوشنبې په ورځ «د وږې ۱۶مه» د دې ادارې د حکامو د شورا د غونډې له پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره د ایران د اټمي پروګرام په اړه په بشپړه توګه له معلوماتو بې‌برخې ده او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال له جون راهیسې نه‌دي توانېدلي چې د دغه پروګرام په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي.

ارشیف، په اصفحان کې د ایران یو اټمي مرکز

ټاکل شوې ده چې د حکامو شورا په خپله نوې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې، د درېیو اروپايي هېوادونو د هغه پرېکړه‌لیک په اړه خبرې او پرېکړه وکړي چې غواړي د ایران دوسیه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ولېږدول شي.

د اګسټ پر ۴مه، خبري اژانسونو د ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکړی و چې امریکا او متحدین‌یې چې بریتانیا، فرانسه او جرمني په‌کې شامل دي، هڅه کوي د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې د حکامو شورا نور غړي وهڅوي چې د دې اوونۍ په غونډه کې داسې پرېکړه‌‌لیک تصویب کړي چې له مخې یې د ایران دوسیه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع شي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت دغو درېیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی او د هغوی هڅې یې «ناسمې او بې‌سنجشه» بللې دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې "د ایران اسلامي جمهوریت به حتماً د دې اقدام په وړاندې لازم تدابیر ونیسي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د نوي پرېکړه‌‌لیک د مسودې په اړه وویل، که دغه پرېکړه‌لیک تصویب شي، ایران به «متقابل اقدام» وکړي.

رافائل ګروسي په خپل خبري کنفرانس کې د «ایران د اټمي تأسیساتو د پلټنې» پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې‌ویل: "ادارې نه له ایران څخه د اټمي موادو یا د دغه هېواد د اعلان شویو تأسیساتو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي او نه هم دې تأسیساتو ته لاسرسی لري، څو وکولای شي په ساحه کې خپل د تأیید او څارنې فعالیتونه ترسره کړي."

ارشیف، د ایران یو اټمي مرکز له حملې مخکې او وروسته

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پر اټمي تأسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونو د دغو تأسیساتو پر لور د پلټونکو د تګ «لارې تړلې» دي او له همدې امله‌یې پلټنه «ممکنه نه‌ده».

ایران له ۴۰۰ کیلوګرامو څخه زیات لوړ غني شوي یورانیم لري، خو د اصفهان، فردو او نطنز اټمي تأسیسات د ۱۴۰۴ لمریز کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې سخت زیانمن شوي دي.

تهران تر اوسه د خپلو غني شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه معلومات نه‌دي خپاره کړي.