په افغانستان کې د فستولا د درملنې خدمات پراخ شوي

ارشیف، د افغانستان په یوه روغتون کې یو شمېر بستر شوې ناروغې مېرمنې

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې ویلي چې د فستولا د وړیا درملنې خدمات‌یې پراخ کړي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په خپله اېکس‌پاڼه کې د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د فستولا ناروغې ښځې کولای شي د درملنې لپاره په کابل کې رابعه بلخي روغتون او په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي.

فستولا یوه روغتیايي ستونزه ده چې ډېری وخت د زېږون پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله رامنځته کېږي.

د دې ناروغۍ په پایله کې ناروغې ته د ادرار یا غایطه موادو بې‌اختیاري او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي.

خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله، په دې ناروغۍ اخته ښځې ډېری وخت له نورو سره د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نه‌کوي او په ډېرو مواردو کې له ټولنې منزوي کېږي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یو اېن اېف پي اې) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې د موجودو اټکلونو له مخې، ښايي په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېرې ښځې له داسې فستولا سره ژوند کوي چې درملنه‌یې نه‌ده شوې.

افغانستان په نړۍ کې د دې ناروغۍ د لوړې کچې لرونکو پنځو هېوادونو څخه یو دی.