د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) د دوشنبې په ورځ د صدراعظم فریدریش مېرڅ له محافظه کارو وکیلانو وغوښتل چې د جرمني په ختیځ ساکسوني-انهالت ایالت کې د حکومت د جوړولو لپاره د دې ګوند ملاتړوکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې دغه ښي اړخي افراطي ګوند د جرمني په دغه ایالت کې په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې.
د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې دې د کډوالو ضد او روسیې پلوي ګوند نږدې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
خو دغه ګوند چې غواړي کډوال له هېواده وباسي، د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي او له یورو لاس واخلي، په ایالتي پارلمان کې مطلق اکثریت ته نه دی ترلاسه کړی. دې ګوند د ۸۳ څوکیو له ډلې ۳۹ څوکۍ ګټلې دي او هڅه کوي چې د محافظه کارو انفرادي وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي. د کډوالو ضد دغه ګوند په دې ایالت کې داسې مهال بریا خپلوي چې د جرمني حکومت له مخکې له دې هیواد څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی چې په هغه هیواد کې یې درانه جرمونه ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوې دي.