ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په وړاندې خبرداری ورکړ

ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ځواکونو د ځای پرځای کولو یا د امریکا په عملیاتو کې د ګډون په وړاندې خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۱۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا ډول اقدام به د هغه لوري مستقیم ملاتړوبلل شي چې د ده په خبره د تیري مسول دی او "جدي پایلې" به ولري.

جنوبي کوریا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې د امنیتي هڅو په برخه کې له امریکا سره د "مرستې" امکان ارزوي. خو ویلي یې دي چې په دې اړه تراوسه وروستۍ پریکړه نده شوې.