د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړې. په هغې خبرپاڼه کې چې د هغه د ویاند سټیفن دوجاریک له خوا د سپټمبرپه ۶ خپره شوې، ویل شوي چې د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د ښځو پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات اوهم په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د بیا ادغام پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی. په خبرپاڼه کې د سپټمبر اومې ته په اشاره ویل شوي چې یو کال پوره کیږي چې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي. د خبرپاڼې له مخې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا افغان ولس ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو په برخه کې کمزوري کوي. هغه هم په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د ملګروملتونو سرمنشي پرافغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.