په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۴ تنه مړه شوي دي

سیمه ییز چارواکي په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د څلورو کسانو د مړه کیدو خبر ورکوي.

په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا دا پیښه د یکشنبې په ورځ د تاله و برفک ولسوالۍ په یوه کان کې د ګازو د خپریدو له امله رامنځته شوې ده. د دې ادارې ریس سید مصطفي هاشمي فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه کان د خوندیتوب له پلوه له معیارونو سره برابر نه وو.

هغه وویل: "دغو کسانو د ډبرو سکاره ایستل، چې له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوه. دوی ګازو نیولي وو او مړه شول."

د تېر کال په جولای میاشت کې هم په بغلان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله شپږ کان ‌کیندونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.