د ههنګاو د بشري حقونو سازمان په وینا، ایراني چارواکو یو ۲۹ کلن افغان وګړی، ولي جان نورزی، چې پښې یې فلج وې، د کرمان ولایت د رفسنجان په مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې پر څرخچوکۍ (ویلچېر) ناست و.
ههنګاو وايي، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او درې کاله مخکې په رفسنجان کې د «قصدي وژنې» په تور نیول شوی و. د نیولو پر مهال پولیسو پرې ډزې کړې وې چې له امله یې پښې له حرکته لوېدلې وې او تر اعدام پورې یې درې کاله په ویلچېر کې تېر کړي وو.
د راپور له مخې، نورزی د سپټمبر په ۲مه، سهار وختي اعدام شوی، خو د ایران دولتي رسنیو او د قضايي ادارو اړوندو رسنیو تر اوسه د هغه د اعدام خبر نه دی خپور کړی.