په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون د امتیاز خاوند محمد جواد محسني خبرداری ورکړی چې د دوی مدرسې ته د وسله والو ننوتل او هغوی ته زیان رسول به پراخې ټولنیزې پایلې ولري.
هغه دا خبره نن یکشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه وروسته له هغه کړې چې تېره شپه د خاتم النبیین مدرسې ته د طالبانو د پولیسو د ننوتلو خبرونه خپاره شول.
د هغه په ټکو، دا کړنې د افغانستان د شیعه ټولنو غبرګونونه پارولی شي.
له دې مخکې د افغانستان یو شمیر کورنیو رسنیو راپور ورکړی و چې طالب ځواکونو د شنبې په ورځ د خاتم النبیین مدرسه محاصره کړې وه.
محسني پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکي، د خاتم النبیین مدرسې ۲۸استادن او زده کوونکي نیول شوي دي.
ښاغلي محسني هغه ویډیو هم خپره کړې چې په کې مدرسې ته د پولیسو د ننوتلو صحنه ښکاري.
د طالبانو حکومت او کابل کې د دوی پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خاتم النبیین مدرسه په کابل کې د شیعه ګانو یوه لویه دیني مدرسه ده.
دا مدرسه په ۱۳۸۶کال کې د شعیه ګانو مشهور روحاني او پخواني جهادي مشر محمد اصف محسني تاسیس کړه.