د امریکا استازي سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر مسکو ته له یو ورځني سفر وروسته به چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین په ګډون یې له روسي چارواکو سره د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په اړه مهمې غونډې وکړې، نن د جګړې له بل لوري، کییف څخه لیدنه ترسره کړي. دغه استازي به د روانې جګړې چې پنځم کال ته داخله شوې، د پای ته رسولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره هم خبرې وکړي.
د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي د راپورله مخې له پوتین سره د امریکايي استازو خبرو شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې له کرملین څخه ووتل. له نیمې شپې لږ وروسته، تاس خبري اژانس راپور ورکړ چې دغه استازي له مسکو څخه ووتل.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته وویل چې "دواړو لورو د راتلونکو ګامونو لپاره پر اساسي پلانونو خبرې وکړې، چې په راتلونکو اوونیو کې به اعلان شي. دې چارواکي همدارنګه وویل چې دغه استازي "په اوکراین کې د سپټمبر پر۶مه د ورته رغنده او ګټورو خبرو اترو" په تمه دي.
تیرماښام شاوخوا ۸ بجې په کریملین کې د غونډې له پیلیدو سره سم د روسیې ریا نووستي خبري آژانس د ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړ چې ویلي وو، درې واړه کسان به د کریملین په خبرو کې د یوه " ستونزمن وضعیت" حل لارې وڅېړي.
د کریملین سلاکار یوري اوشاکوف چې په غونډه کې یې ګډون کړی و، دغه خبرې" اساسي، ډیرې زغردې او رغنده" وبللې. هغه زیاته کړه چې امریکايي استازو د متحده ایالاتو دریځ بیان کړ او ژمنه یې وکړه چې په کییف کې د اوکراین له مشرانو سره د خبرو پر مهال به د پوتین نظرونه هغوی ته وړاندې کړي.
هغه وویل: "هغوی نه یوازې دا څرګنده کړه چې د جګړو د ژر پای ته رسولو په برخه کې خپله پخوانۍ لېوالتیا لري، بلکې د جوړجاړي لپاره یې د ممکنه لارو په اړه یو شمېر نظریات هم وړاندې کړل."
اوشاکوف ټینګار وکړ چې روسیه به خپل هدفونه ترلاسه کړي او د شخړې "اصلي لاملونه" باید حل شي. د کرملین په اصطلاح، د "اصلي لاملونو" له منځه وړل په دې معنا دي چې په ناتو کې د اوکراین د غړیتوب هیله باید ونشي او د نورو تاریخي اختلافاتو د هواري ترڅنګ په اغیزمن ډول د اوکراین د پوځ د بې وسلې کولو لپاره ګامونه واخیستل شي، هغه موارد چې کییف له ډېرې مودې راهیسې رد کړي دي.
د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو سره په یوه وخت روسي ځواکونو تیره شپه هم پراوکراین د ډرونونو پراخ بریدونه ترسره کړل.
د اوکراین هوايي ځواک وویل چې روسیې ۱۰۸ ډرونونه توغولي وو چې په هغو کې "شاهد" ډرونونه او جټ انجن لرونکي ډولونه هم شامل وو. د هوايي ځواک په وینا د هوایي مدافعې ځواکونو د سهار تر ۹:۳۰ بجو پورې ۸۸ ډرونونه ویشتلي یا یې له کاره غورځولي دي. همدارنګه په ۱۱ سیمو کې د بریدونو او په اوو سیمو کې د راغورځول شویو ډرونونو د ټوټو راپورونه ورکړل شوي دي.
پراوکراین د روسیې دغه تازه برید یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې د روسیې په هوایي بریدونو کې د سیمه ییزو پوځي چارواکو په وینا، په پنځو سیمو کې اوه کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپیان شول.
په داسې حال کې چې متحده ایالات د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې پر مخ وړي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې استازي به یې روسي چارواکو ته د سولې یوه طرحه وړاندې کړي او یوه ورځ وروسته به هغه له اوکرایني چارواکو سره شریکه کړي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۴ په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته وویل چې استازي به یې د دې څرګ ولګوي چې ایا د روانې جګړې په ترڅ کې د سولې پر لور پرمختګ ممکن دی که نه.
دا له کله چې د تیرکال په جنوري میاشت کې ټرمپ د دوهم ځل لپاره د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړې، سټیف ویټکاف او جریډ کوشنر لومړی ځل دی چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره چې ټرمپ یې کلکه ژمنه کړې وه، مسکو او کییف ته سفر کوي.