د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو خواوو "په بیلابیلو برخو کې د شته فرصتونو" په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد تراوسه پر خپلې ایکس پاڼې له متقي سره د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
خلیلزاد له دې مخکې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړو د خوشي په برخه کې افغانستان ته سفرونه درلودل.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد له متقي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او "رغونکي تعامل" په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
امیرخان متقي څه موده مخکې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، بنسټیزو تاسیساتو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د متقي د دې غوښتني په ځواب کې امریکا غږ ته وویل،" د بهرنیو چارو وزارت هیڅ داسې برنامه نه لري چې په افغانستان کې د کانونو د پراختیا په برخه کې له طالبانو، په ځانګړې توګه یوې نړیوالې ترهګرې ډلې سره تعامل وکړي".