د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.
دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.