یکشنبې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو اټکل شوی دی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی. د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي‌ مترو پورې اټکل شوې او همدارنګه په لوېدیځو، جنوب ‌ختیځو، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو خبرداری ورکړل شوی دی. په ځینو سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.