د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د روسیې له سفیردیمیتري ژیرنوف سره د بهرنیو چارو د وزیرامیرخان متقي په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګاروشو.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل او ټینګار وشو چې د سیمې وضعیت ته په کتو د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دي. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول، روسیه له څو محدودو هیوادونه څخه وه چې په کابل کې یې خپل سفارت بند نکړ. روسیه د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو سربیره په امنیتي او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې هم همکاري کوي. په ځانګړې توګه روسیه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له پلوه چې په افغانستان کې په بریدونو سربیره په ۲۰۲۴ کال کې یې مسکو ته نژدې د موسیقۍ پریوه سالون هم د خونړي برید مسولیت ومانه، ګواښونو ته اندیښمنه ده.