اوچا: د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې مو ثبت کړي

ارشیف، د یو مرستندویه ادارې تر ملاتړ لاندې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې یو وسله‌وال طالب

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې يې ثبت کړي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳مه) پر خپلې وېب‌پاڼې په یو راپور کې ویلي چې "د روان کال له جولای میاشت راهیسې د بشري مرستو په وېش کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې ثبت شوي چې ۱۶ مورده‌يې د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې دي".

د اوچا په خبره، تر ټولو ډېرې قضیې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې "د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کارکوونکو په ګمارنه کې د لاسوهنې، د ښځینه کارکوونکو لپاره د محرم اړتیا او کاري محدودیتونه او د مرستو ځایونو ته د خلکو د لاسرسي اړوند قضیې هم ثبت شوې دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دې ادارې په هرات ولایت کې د خپلو دوو کارکوونکو د نیول کېدو یادونه کړې او ویلي چې دغه کسان ډېر وخت په توقیف کې پاتې شوي دي.

د دې ادارې په ټکو "له کارکوونکو سره‌يې د توقیف پر مهال تاوتریخوالی شوی دی".

اوچا په خپل راپور کې دا نه‌ده روښانه کړې چې کومو کسانو یا ډلو د بشري مرستو په وېش کې لاس‌وهنه کړې ده.