د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.
دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.
د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."
بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.
ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.