د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنتکام، د هغه توغندي یا ډرون په اړه داخلي څېړنه پیل کړې چې د سې شنبې په ماښام، د وږي په ۱۰مه، د امریکا له بریدونو سره هممهاله، د ایران په جنوب کې هرمز تنګي ته نږدې د یو واده پر مراسمو لګېدلی ، پنځه کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د «اکسیوس» وېبپاڼې د جمعې په ورځ، (د وږي په ۱۳مه)، د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د سنتکام قوماندان اډمیرال برډ کوپر د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې د څېړنې امر کړی دی.
امریکا تر اوسه د دغې پیښې مسوولیت نه دی منلی، خو د ایران چارواکو یې پړه د امریکا پر پوځ اچولی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو هدف یوه مخابراتي ستنه وه چې د ملکي او پوځي اړیکو لپاره کارېده. امریکايي پوځ د برید په مهال اخیستل شوي انځورونه او د هدف د پېژندلو او ټاکلو بهیر ارزوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د پنجشنبې په ماښام وویل چې واشنګټن د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او غواړي معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «که موږ تېروتنه کړې وي، بیا هم وایم چې دا زموږ او ایران ترمنځ لوی توپیر دی؛ کله چې زموږ پوځ تېروتنه وکړي، له هغې زده کړه کوي څو په راتلونکې کې لا ښه شي.»
د سنتکام ویاند هم ویلي چې امریکايي پوځ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له راپورونو خبر دی او دا موضوع څېړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه «هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي.»