پاکستان کابل کې خپل استازی د مشورو لپاره ورغوښتی دی

افغانستان کې د پاکستان دسفارت چارسمبالی عبیدالرحمن نظاماني

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې دغه هیواد په افغانستان کې خپل استازی د مشورو لپاره اسلام اباد ته ورغوښتی دی.

انګلیسي ژبې د نیشن ورځپاڼه راپور ورکوي چې کابل کې د پاکستان دسفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د امنیتي وضعیت د انکشافاتو او هغه څه په هکله مشورو لپاره ورغوښتی چې د طالبانو خلاف د مقاومت زیاتوالی یې بولي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې عبیدالرحمن نظاماني اسلام اباد ته له رسیدو وروسته بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډارسره لیدلي او په غونډه کې د سیمه ایزو تحولاتو،دامنیتي وضعیت پر بدلونونو او هغو موضوعاتو خبرې شوي چې له پاکستان پورې مستقیم تړاو لري.

نور جزئیات نه دی ورکرل شوي خو ورځپاڼه لیکي چې د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار پر دې ټینګار کړی چې د سیمې پرمختګونه، په ځانګړي ډول هغه موارد چې پر سولې او امنیت اغېز لري، باید له نږدې وڅارل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې په بیسارې توګه ترینګلې شوي دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې څه دپاسه لس میاشتې کیږي چې تړل شوي دي .

په عین حال کې پاکستان د افغان کډوالو ستنولو ته هم زور ورکړی او هره ورځ سلګونه کسان افغانستان ته را اوړي.

اسلام اباد تور لګوي چې کابل هغو وسله والو مخالفینو ته پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې دننه پاکستان کې بریدونه کوي خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله ډلو فعالیت د پاکستان کورنۍ مسئله ده او اسلام اباد دې دخپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه اچوي.