جاپان او ملګرو ملتونو د ۹،۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.
د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (جایکا) او د مخدره توکو او جرمونو په وړاندې مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو اېن او ډي سي) په دوه کلنه پروژه کې د هغو زیان منونکو ټولنو ملاتړ کوي چې د ناقانونه کښتونو، بېوزلۍ او د نشهيي توکو د کارونې له اغېزو سره مخ دي.
د «نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا» په نوم دغه پروژه د روان ۲۰۲۶ کال سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۸ کال سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، تخار، کندهار او هلمند ولایتونو کې پلې کېږي.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دوامدارو بدیلو معیشتي فرصتونو د ودې له لارې هغو زیانمنونکو کلیوالو سره اقتصادي مرسته کېږي چې پخوا یې د کوکنارو د کښت په عاید اتکا کوله.
وروسته له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپرېل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هېواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو.
د (یو اېن او ډي سي) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتاً مخکېني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې د هغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه د اوښتو له تګلارې زیانمنې شوې دي.