د کډوالو لویه کمیشنري: افغانستان ته د شپږ میلیونو کډوالو اخراج په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدله ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، په نژدې دریو کلونو کې شپږمیلیونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي چې دا په معاصر تاریخ کې د کډوالو بې سارې راستنیدنه ده.

دې کمیشنري پرون چهارشنبې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکي،" د کډوالو راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او با عزته وي".

د ملګرو ملتونو دې ادارې له نړیوالو غوښتي چې افغانستان او افغان کډوال هیر نه کړي.

بل پلو، د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې نژدې څلور سوه افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد او بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان او ایران په تیرو دریو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او له هغو هېوادونو یې راباسي.