د امریکا پوځ ایران کې پر یوه واده د برید ادعا رد کړه

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري

وروسته له دې چې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سې ‌شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د یوه واده‌ په مراسمو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، د امریکا پوځ پر ملکي وګړو د برید ادعا رد کړه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز، د ازادي راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي: "موږ له هغو راپورونو خبر یو چې سرچینه‌یې ایراني دولتي رسنۍ دي. د پاسدارانو برعکس، د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په بندر کوهستک کې د د یوه واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یو ماشوم په شمول څلور کسان، وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو د امریکا بریدونه غندلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د راکټي برید په غبرګون کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.