خیبر پښتونخوا ښځینه محصلینو او کارکوونکو ته وړیا برقي موټرسایکلونه ورکوي

ارشیف، خیبرپښتونخوا کې یو شمېر ښځینه محصلانې او استادانې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښځینه محصلینو او کارکوونکو ښځو ته برقي موټرسایکلونه وړیا ورکول کېږي.

پېښور ښار د پلان د لومړي پړاو د پلي کېدو لپاره ټاکل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا طرحه د چهارشنبې په ورځ «د وږې ۱۱مه» د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ په یوه غونډه کې تصویب شوه.

ویل شوي چې په لومړي پړاو کې به په پېښور ښار کې نجونو او ښځو ته برقي موټرسایکلونه ورکړل شي، څو ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو او کاري ځایونو ته‌یې ورځنی تګ راتګ اسانه شي.

چارواکو ویلي چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا پلان د خیبر پښتونخوا نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.