جرمني یوه بله ډله افغانانان بېرته افغانستان ته واستول

ارشیف، له جرمني نه افغانستان ته د یو شمېر افغانانو استول

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، ۲۲ تنه افغانان چې ټول‌یې نارینه او مجرمین وو، په یوه چارټر الوتکه کې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شول.

د جرمني «ډي‌پي‌اې» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه افغانان چې د جرمني له ټولو ۱۲ فدرالي ایالتونو څخه ډیپورټ ته برابر شوي و، د قتل، غلا او په قصدي ډول د اور اچونې په ګډون د جدي جرمونو مجرمین پېژندل شوي و.

په دې سره د تېر کال راهیسې چې په جرمني کې نوي ائتلافي حکومت په کار پیل کړی، افغانستان ته د بېرته استول شویو افغانانو شمېر ۲۵۰ تنو ته ورسېد.

برلین تېره اوونۍ تأیید کړه چې د طالبانو یوې درې کسیزې تخنیکې ډلې ته‌یې په مؤقت ډول دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړې چې په جرمني کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې د دغه بهیر د اداري چارو په ګړندي کولو کې مرسته وکړي.

د پناه ملاتړ «پرو ازیل» په نوم یوه سازمان د جرمني د پارلمان په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په جرمني کې شاوخوا ۱۳ زره افغانان تثبیت شوي و چې له دې هېواده باید ووځي.