د ترکمنستان د برېښنا پرچاوي ګڼ ولایتونه له برېښنا بې برخې کړي

افغانستان کې د برېښنا ستنه

د ترکمنستان د برېښنا په شبکه کې تخنیکي ستونزې افغانستان اغیزمن کړی دی.

د دې ستونزې په پایله کې، د افغانستان په څو ولایتونو کې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا پرې شوې ده، او د دغو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي له برېښنا بې برخې پاتې شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د دوشنبې په ورځ په دې اړه په وروستي بیان کې ویلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د یکشنبې له ماښام راهیسې د فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو برېښنا په بشپړه او د بغلان او سمنګان په ځینو برخو کې پرې شوې ده.

د دې ولایتونو اوسېدونکو هم له ترکمنستانه د واردېدونکې برېښنا پرچاوېدل تاییدوي او وايي چې دوی له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د هرات یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

په هرات کې، په مختلفو سیمو کې یوازې نیم ساعت برېښنا وي. د یکشنبې په ورځ، برېښنا په بشپړه توګه پرې شوه، خو له هغې وروسته، برېښنا ډېره کمه ده
د هرات یوه اوسیدونکې

عشق اباد چې اوس یې ځینې برخې بې برقه دي

یو بل افغان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل:

په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، برقونه ډېر ځي او موږ د برېښنا له دې پرې کېدو سره عادت شوي یو
یو افغان چې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي

دی زیاتوي: «خو د برېښنا دې پرچاوي نه یوازې په کورونو کې، بلکې د روغتونونو او سوداګرۍ په فعالیتونو کې هم ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.»

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د ترکمنستان د څانګې په اساس، د یکشنبې په ورځ ټول ترکمنستان د څو ساعتونو لپاره له برېښنا بې برخې و.

په دغه هېواد کې د یکشنبې په ورځ د برېښنا پرچاوي له ماسپښین پیل شوه، چې وروسته د اوبو جریان هم بند شو. شاوخوا نیمه شپه، برېښنا په قسمي ډول بېرته برحاله شوه.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د ترکمنستان څانګې د سرچینو له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د برېښنا پرچاوي د ترکمنستان په تر ټولو لوی برېښناکوټ، مري-جي آر اي اس کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ترکمنستان چارواکو تر اوسه د برېښنا د پراخې پرچاوۍ د لامل په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د بیا نښلولو هڅې پیل شوې دي؛ خو شرکت دقیق وخت نه دی مشخص کړی چې ستونزه به کله حل شي او په اغیزمنو سیمو کې به بریښنا څه وخت بیرته راشي.

افغانستان د خپلې بریښنا لویه برخه له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي، او کله ناکله د صادرونکو هیوادونو د بریښنا په شبکو کې ګډوډي د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د بریښنا د بندیدو لامل کیږي.

د ترکمنستان او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ترمنځ په ۲۰۱۷ کال کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، ترکمنستان په کال کې شاوخوا ۷۰۰ میلیون کیلو واټ بریښنا في ساعت افغانستان ته د امام نظر-اندخوی او سرخس-هرات-تورغنډۍ له لارې لیږله. داسې پلانونه هم وو چې افغانستان ته د ترکمنستان د بریښنا صادرات زیات شي او نورو ولایتونو ته ورسیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیرته واکمنېدو وروسته، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د بریښنا د پیر او لیږد تړون وغځول شو. برېښنا شرکت په ۲۰۲۵ کال کې له ترکمنستان څخه د بریښنا د واردولو د تړون د تمدید خبر ورکړ.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ځینې برخې د دوامداره بریښنا له نشتوالي سره مخ کېږي.

تر دې مخکې، د هیواد په بیلابیلو برخو کې خلکو د بریښنا د اوږدې مودې پرچاوۍ په اړه د غږیزو پیغامونو په لیږلو سره ازادي راډیو ته شکایتونه کړي دي.