ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دڅو لسیزو د جګړو قربانیان لاهم له ژورو فزیکي ، رواني او اقتصادي ـ اجتماعي پایلو کړیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په خپل تازه رپوت کې وايي چې دغه کسان عدالت او کافي مرستې ته لاسرسی نلري او ورته رسیدلي زیانونه هم نه دي منل شوي.
راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې څه دپاسه ۴۰ زره ولسي خلک وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.
راپور د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې چې طالبان واک ته ستانه شول موده را نغاړي اود جګړو ۱۹۵ تنو قربانیانو او خپلوانو سره یې دمرکو په اساس جوړ شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې د مرکه شویو کسانو څخه ترنیمايی ډیرو کسانو عدالت ته د لاسرسي او زیانونو د جبران هڅه ځکه نه ده کړې چې اکثرو باور درلوده چې اندیښنې یې جدي نه ګڼل کیږي او یایې هم د غچ اخیستنې څخه ویره درلوده.