افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امریکا سره د اړیکو د رغولو په موخه دغه هیواد ته د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره وړاندیز کړی.
امیرخان متقي کابل کې فایننشیل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان به په بېلابېلو برخو، لکه کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ کې د امریکا پانګونې ته «په بشپړه توګه» هرکلی ووایي.
متقي ورځپاڼې سره مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي: «د افغانستان او امریکا اړیکې باید د تېرو شلو کلونو جګړې له لیدلوري ونه ارزول شي، بلکې د راتلونکې همکارۍ پر بنسټ باید وکتل شي. زموږ اقتصادي سیاست پرانیستی دی.»
ورځپاڼه لیکي چې افغانستان غواړي د بندیزونو د لیرې کیدو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کیدو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو یې اقتصاد بیا پیاوړی شي.
د شویو سروې ګانو له مخې افغانستان د مسو ، وسپنې،کوبالټ ، سرو زرو او لیتیم په شمول د لږترلږه ۱ ټریلیون ډالرو په ارزښت معدني زیرمې لري چې د لسیزو جګړو له امله ترډیره نه دي استخراج شوي.
دا وړاندیز په داسې مهال کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځو کلونو په تیریدو سره هم له روسیې پرته کوم هیواد ددوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.