د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC) وايي سره لدې چې افغانستان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري خو بیاهم دنړیوالې ټولنې له پاملرنې لویدلی دی.
ددغې کمیټې یوې لوړ پوړې چارواکې د دوشنبې په ورځ وویل چې نړۍ باید "افغاني ټولنې یوازې پرینږدي."
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتو مشرې، یاسمین پراز ډېسیموز، له فرانس پرېس خبري اژانس سره په کابل کې په مرکه کې ویلي چې افغانان په داسې حال کې د ژوندي پاته کیدلو لپاره مبارزه کوي چې د پام وړ بشري اړتیاوې لري او د روغتیايي خدماتو سیستم دنړیدو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، شاوخوا یو میلیون نور ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ټول افغانستان کې هغه ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه یې کوله.
افغانستان هغه هیواد دی چې لا هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پنځو سترو عملیاتو څخه یو په کې روان دي.
یاده کمېټه په افغانستان کې د ۴۶ روغتیايي او بیارغونې مرکزونو ملاتړ کوي، چې د جګړې یا ناچاودو مهماتو له امله د ټپي شویو کسانو لپاره روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کوي.