هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي په دوو جلا پېښو کې یې د کمعمره نجونو د واده مخه نیولې ده.
د هلمند د والي دفتر وايي، په دې وروستیو کې د ګرمسېر ولسوالۍ یوه سړي خپله شپږ کلنه لور د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره واده کړې وه.
یاد دفتر د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شپږ کلنې نجلۍ اجباري نکاح د دوی د مداخلې په پایله کې فسخه شوې ده.
دغه اداره په یوه جلا اعلامیه کې وايي چې د نادعلي ولسوالۍ یوه اته کلنه نجلۍ هم د خپلې کورنۍ لهخوا له یوه ۸۰ کلن سړي سره واده شوې وه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې دغه نکاح هم لغوه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (یو اېن ومن) تېر کال په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو او بندیزونو له لګېدو وروسته اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د کمعمره نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو ترڅنګ، د طالبانو د «د زوجینو د تفریق اصولنامه» چې څه موده مخکې په رسمي جریده کې خپره شوې، په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح «صحیح» بللې ده.