په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر، وايي چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مأموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي راضي نهو.
مېلر چې د خپل مأموریت په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر مدیریت کاوه، له «اېبيسي نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي چې د ځواکونو د وتلو پر مهالیې داسې احساس کاوه چې افغان همکارانو یې دا اقدام «خیانت» باله.
هغه په دې مرکه کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مناسبت ترسره شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې عملیات یوه ترخه او دردوونکې پېښه بللې او ویلي یې دي چې د کابل هوايي ډګر د کړکېچ د لیدلو پر مهالیې د بېوسۍ احساس کاوه.
مېلر د کابل په هوايي ډګر کې ګډوډي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو سره پرتله کړې او ویلي یې دي چې د پرواز په حال کې الوتکې پورې د افغانانو د نښلېدو انځورونو د نړیوال سوداګریز مرکز د قربانیانو دردوونکې صحنې ورپه یادولې.
شاوخوا پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري په وتلو سره، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نږدې ۲۰ کلن نړیوال پوځي حضور پای ته ورسېد.