افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت «برشنا» وايي چې افغانستان ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا جریان په ترکمنستان کې د یوې تخنیکي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته د یکشنبې په ماښام پرې شوی دی.

برشنا د دوشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او بادغیس ولایتونو او د بغلان او سمنګان ولایتونو د ځینو برخو د برېښنا اړتیاوې پوره کولې.

د برشنا شرکت په وینا، د بادغیس او اندخوی د برېښنا لینونه بېرته وصل شوي او د نورو ولایتونو د برېښنا لینونو د بیا وصلولو هڅې هم روانې دي.

د افغانستان د برېښنا ډېره برخه د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا څخه تأمینېږي چې وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو له امله‌یې جریان پرې کېږي.