د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته په سلګونو کورنۍ لاهم له خپلو سیمو بې ځایه دي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. اوچا نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او معیشت د بېرته رغولو او له دغو ټولنو سره د بیا رغونې او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې د مرستې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا ده.
د اوچا کارکونکې امی مارټین چې په مزاردره کې یې د بې ځایه شویو حالت له نژدې لیدلی، په یوه خپره شویو ویډیو کې د په سلګونو بې ځایه شویو وضعیت ډیرخراب بولي او وایي له زلزلې وروسته څو زره کورنیو ته محدودې لومړنۍ مرستې رسول شوي خو تراوسه سلګونه کورنۍ د دایمي سرپناوو او د معیشت د رغولو په برخو کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان په ختیځ کې د تیرکال د اګسټ په ۳۱ د زوروې زلزلې له امله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ ثبت شوی او مرکز یې په کونړ او ننګرهارولایتونو کې و، شاوخوا دوه زره کسان مړه او له درې نیم زره زیات ټپیان شول. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې دغې زلزلې څه باندې اته زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړل. نړیوال بانک یې په دواړو ولایتونو کې د مالي زیانونو کچه شاوخوا ۱۸۳ ملیون ډالره اټکل کړې وه.