طالبانو ته نږدې یو شمېر رسنیو په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد زدران له قوله راپور ورکړی چې د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی، عبدالله هاتف مړی د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی. د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او له هغوی څخه تحقیقات روان دي، خو تر اوسه د دې پېښې اړوند نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د نوموړي پلار بشیر هاتف چې د خبریالانو د اړیکو او روزنې د مرکز بنسټګر او اجرائیه رئیس او په افغانستان کې د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی دی، د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی و چې وروسته د "طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغ" په تور په یو کال بند محکوم شو. نوموړی د خپل محکومیت د مودې له تېرولو وروسته، د روان کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه له بنده خوشې شو او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. تراوسه نده څرګنده چې ایا د هغه د زوی مړینه د نوموړي له کاري سابقې سره کومه اړیکه لري او که ترشا یې نورعوامل پراته دي.